پر اوکراین د روسیې په نننیو بریدونو کې لږ تر لږه ۷ تنه وژل شوي دي

پر اوکراين د روسيې د يو بريد انځور

د اوکراین پر بېلابېلو سیمو دغه بریدونه چې له نن سپیده داغ مهاله پیل شوي، د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله شوي دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې پرون په مرکزي اوکراین کې د روسیې په یوه خونړي برید کې چې د پوځ د روزنې پر یوه مرکز وشو، لږ تر لږه ۵۱ تنه ووژل شول.

په پولتاوا ښار کې دغه پروني برید د اوکرایني چارواکو هغه غوښتنې یوځل بیا راپورته کړي چې له لوېدیځه غواړي پر روسیې د پراخو بریدونو اجازه ورکړي.

اوکراین د تېرې اګست میاشتې په شپږمه نېټه د روسیې په کورسک سیمه کې جګړه پيل کړې او لا هم روانه ده.

په نړیواله کچه د روسیې او اکراین ترمنځ جګړې ته د پای ته رسېدو هڅې شوي، خو تر اوسه بې پایلې پاتې دي.