د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن له نیوزیلنډ سره سیالي کوي

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن چهارشنبه د سپټمبر په څلورمه نېټه د نیوزیلنډ هېواد پر وړاندې سیالي وکړي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د خبر پر اساس، دغه سیالۍ چې د لویو وچو جام اړوند دي، د تایلینډ په کوربه‌توب ترسره کېږي.

د افغانستان او نیوزیلنډ سیالي به نن د کابل پر وخت تر غرمې وروسته دوه بجې پیل شي.

افغان لوبډلې پخپلې لومړۍ سیالۍ کې ګواټیمالا هېواد ته ۵ـ۴ ماتې ورکړې وه، خو دویمه لوبه یې ۴-۳ کوېټ ته بایللې وه.

د افغانستان وروستۍ سیالي د کوربه تایلینډ پر وړاندې د پنج‌شنبې په ورځ ترسره کړي.

د یادو سیالیو موخه د فوټسال راتلونکي نړیوال جام لپاره چمتوالی دی، چې د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۴مه نېټه به د ازبکستان هېواد په کوربه‌توب پیل شي.