د امريکا د استازو جرګې انتوني بلېنکين احضار کړی

د امريکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکین

د امریکا د کانګرس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکین احضار کړی.

د يادې کمېټې مسوولينو ویلي دي، چې نوموړی د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو په اړه، د توضیحاتو لپاره دې کمېټې ته نه‌دی حاضر شوی.

د دغې کمېټې مشر مایک مک‌کال د احضار په مکتوب کې ویلي دي، بلېنکین که د سپټمبر په ۱۹مه د کمېټې پر وړاندې خبرو ته حاضر نه‌شي نو جرګې ته په سپکاوي به تورن شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماتیو میلر په ځواب کې ویلي، بلېنکین په هغو نېټو چې غوښتل شوی و، وخت نه لاره خو هغه وړاندیز کړی چې مناسبې بدیلې نېټې ورته وټاکل شي.

مېلر زیاته کړه چې بلېنکین د دې موضوع په اړه د توضیحاتو لپاره څه باندې ۱۴ ځلې د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته حاضر شوی دی.

په امریکا کې د راروانې نومبر میاشتې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو مسئله یوځل بیا توده شوې ده.