ډونالډټرمپ: د اوکراين د جګړې د پای ته رسولو پلان مې جوړ کړی

د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جمهوریپال ګوند کاندید ډونالډټرمپ

د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جمهوریپال ګوند کاندید ډونالډټرمپ وايي، داسې یو پلان یې چمتو کړی دی چې په انتخاباتو کې د بریا په صورت کې د اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو تضمین کوي.

ټرمپ چې له خپلې سیالې، د ډیموکرات ګوند له کاندیدې کامالا هریس سره اوږه په اوږه سیالۍ ته دوام ورکوي پرون په یوه پوډکاست کې د خبرو پرمهال وویل، که انتخابات دی وګټي، نو د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو معامله به وکړي.

خو نوموړي زیاته کړه چې د دې پلان جزیات اوس ځکه نه‌شي افشا کولای چې د ده په ټکو بیا به ناکام شي.

مېرمن هریس بیا پر ښاغلي ټرمپ انتقاد وکړ، چې په څو ورځو کې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو ژمنې کوي خو دا نه وايي چې دا کار به څنګه کوي.