د اوکراين پر پولاتوا د روسيې د بريد پايله کې ۵۱ کسان وژل شوي او ۲۱۹ نور ټپيان دي

پر اوکراين د روسيې د بريد انځور

د اوکراین په مرکزي برخه کې د روسیې په وروستیو توغندویي بریدونو کې لږ تر لږه ۵۱ کسان وژل شوي او ۲۱۹ نور ټپیان دي.

دا پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې په یوه ورځ کې تر ټولو زیاته مرګ‌ژوبله ده چې د روسیې په بریدونو کې اوکراین ته اوړي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي او د دې هېواد دفاع وزارت ويلي، د اوکراین په مرکزي ښار پولاتوا کې د پوځ د ارتباطاتو د انسټیټوټ پر ودانۍ پرون سهار وختي دوه توغندي ولګېدل.

دوی ویلي، مخکې له‌دې چې د هوایي حملې د خطر زنګ ووهل شي، په‌دې ودانۍ کې دننه کسانو وخت نه‌دی موندلی، چې له بمونو پناه ځایونو ته ځانونه ورسوي.

د زیلینسکي په خبره د دې انسټیټوټ د ودانۍ یوه برخه ویجاړه شوې او یوشمېر کسان یې تر خاورو خښتو لاندې شوي چې ځينې يې ژغورل شوي دي.

د پولاتاوا د سیمې والي ویلي، ښایي تر ۱۵ پورې کسان تر اوسه د ودانۍ تر نړېدلې برخې لاندې وي.

د اوکراین د عمومي څارنوالۍ دفتر پرون سه‌شنبې وویل، د وژل شویو شمېر ۵۱ کسانو ته رسېدلی، چې دوی یې په اړه څېړنه پیل کړې ده.

روسیې تر اوسه پر پولاتاوا د برید په اړه څه نه‌دي ویلي.