زيلينسکي: د روسيې په يوه بريد کې ۴۱ کسان وژل شوي او له ۱۸۰ ډېر ټپيان دي

پر پولتاوا د روسيې د تازه بريد انځور

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي وايي، روسیې د بالستیک توغنديو په وسیله د دې هېواد پر مرکزي ښار پولتاوا برید کړی، چې ۴۱ کسان یې وژلي او له ۱۸۰ ډېر نور یې ټپیان کړي دي.

ښاغلي زیلنسکي پر خپله ټلېګرام پاڼه لیکلي، دوه بالستیک توغندي د پولتاوا پر یوه تعلیمي مرکز او څېرمه روغتون لګېدلي دي.

د هغه په وینا د یوه مخابراتي انستیتیوت د ودانۍ یوه برخه نړېدلې ده.

د اوکراین دفاع وزارت د بیان له‌مخې دا توغندي لنډه شېبه وروسته له هغه ولګېد چې، دوی د خبرداري الارمونه وغږول.

بیان زیاتوي، ډېر خلک پټن‌ځایونو ته پر لاره وو چې روسي توغندي ولګېدل.

دا د ۲۰۲۲ کال د فبروري په ۲۴مه، پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغله له پیله تر ټولو خونړۍ حمله ګڼل کېږي.