د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې له کوېټ ماتې وخوړه

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د لویو وچو جام په سیالیو کې خپله دویمه سیالي ۴ـ۳ کوېټ ته وبایلله.

د فوټبال فدراسیون د خبر پر اساس نن سه‌شنبه د سپټمبر په درېيمه نېټه افغانستان له کوېټ سره سیالي وکړه چې ۳ د ۴ په پایلې سره د کوېټ په بري سره تمامه شوه.

یادې سیالۍ چې د تایلنډ په کوربه‌توب پیل شوي دي، افغان لوبډلې په خپلې لومړۍ سیالۍ کې ګواټیمالا ته ماتې ورکړې وه.

د ویلو ده چې سبا چهارشنبه به افغانستان خپله درېیمه سیالي له اسټرالیا سره ترسره کوي.