د روسیې ولسمشر د یوه لانجمن سفر په ترڅ کې منګولیا ته رسېدلی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په منګولیا کې تر رسېدو وروسته د نظامي رژې د کتنې پر مهال لیدل کېږي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یوه لانجمن سفر په ترڅ کې نن منګولیا ته ورسېد.

د جرمونو نړیوالې محکمې یا "آی‌سي‌سي" له خپل غړي منګولیا څخه غوښتي وو چې پوتین ته دې یا د سفر اجازه نه ورکوي او یا دې یې ونیسي.

پوتین د "آی‌سي‌سي" له‌خوا چې منګولیا یې په ۲۰۰۳م کال کې غړیتوب ترلاسه کړی، روسیې ته د اوکراین له اشغال شویو سیمو د ماشومانو د غیرقانوني لېږد په تور تر تعقیب لاندې دی.

خو منګولیايي چارواکو په پلازمېنه اولانباتور کې د شاندارو مراسمو په ترڅ کې پوتین ته ښه راغلاست وویل.

د پوتین سفر په ۱۹۳۹ کال کې په خالخین ګول سیمه کې د جاپان پر پوځ د پخواني شوروي اتحاد او منګولیايي ځواکونو د بریا له کلیزې سره هم برابره ده.