فوټسال، افغانستان نن له کوېټ سره سیالي کوي

Afghanistan - futsal national team beat Guatemala. 02.09.2024 د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې ګواتیمالا ته ماتې ورکړه

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن سه شنبه د سپټمبر په درېیمه نېټه د کوېټ پر وړاندې سیالي وکړي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د خبر پر اساس، دغه سیالۍ چې د لویو وچو جام اړوند دي د ټایلینډ په کوربه‌توب ترسره کېږي.

د افغانستان او کوېټ سیالي به نن د کابل پر وخت تر غرمې وروسته ۲:۰۰ بجې پیل شي.

افغان لوبډلې پخپلې لومړۍ سیالۍ کې تېره ورځ ګواټیمالا هېواد ته ۵ـ۴ ماتې ورکړه.

د افغانستان درېیمه سیالي د چهارشنبې په ورځ د اسټرالیا پر وړاندې ده او وروستۍ لوبه به د کوربه ټایلینډ پر مقابل کې د پنجشنبې په ورځ ترسره کړي.

د یادو سیالیو موخه د فوټسال راتلونکي نړیوال جام لپاره چمتووالی دی چې د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۴مه نېټه به د ازبکستان په کوربه‌توب پیل شي.