اروپايي کمېسیون له منګولیا څخه د پوتین د نیولو غوښتنه کړې

ارشیف

اروپایي کمیسیون له منګولیا څخه غوښتي چې د جرمونو له نړیوالې محکمې سره پر خپلو ژمنو ودرېږي او دې هېواد ته د سفر په لړ کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ونیسي.

منګولیا له ۲۰۰۲م کال راهیسې هغه ژمنې منلي چې د روم د کړنلارې غړي یې باید اجرا کړي.

د اروپايي کمېسیون ویندوی پرون دوشنبې د روم کړنلارې ته په اشارې وویل چې دوی د دې سفر په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې او په منګولیا کې یې د خپل پلاوي له لارې د جرمونو د نړیوالې محکمې په اړه خپل دریځ په زغرده روښانه کړی دی.

ده همداراز ویلي چې اروپایي اتحادیه په اوکراین کې د نړیوالې جنایي محکمې د تحقیقاتو ملاتړ کوي او د ټولو دولتونو د همکارۍ غوښتنه کوي.

له کله چې د جرمونو نړیوالې محکمې پر اوکراین د روسیې د یرغل په لړ کې د جنګي جرمونو په خاطر د روسیې د ولسمشر د نیونې حکم صادر کړی، دا لومړی ځل دی چې ولادیمیر پوتین د جرمونو د نړیوالې محکمې یوه اړوند هېواد ته سفر کوي.