فوټسال؛ افغانستان ګواتیمالا ته ماتې ورکړې

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې غړي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې دوشنبه ماښام د ګواتیمالا لوبډلې ماته کړه.

دا لوبه د کانټینټال کپ سیالیو په لړ کې د تایلند په کوربه‌توب وشوه.

افغان لوبډلې پنځه پر څلور بریا خپله کړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د خبر پر اساس، تر ګواتیمالا وروسته افغانستان نن سه شنبه له کوېټ، سبا له اسټرالیا او اخري لوبه کې پنجشنبه کوربه تایلند سره مخ کېږي.

د یادو سیالیو هدف د فوټسال راتلونکي نړیوال جام لپاره چمتووالی دی چې د روانې سپټمبر په ۱۴مه نېټه به د ازبکستان په کوربه‌توب پیل شي.