له منګولیا څخه د پوتین د نیولو غوښتنه شوې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د بشري حقونو د څار سازمان یا "هیومن رایټس واچ" د منګولیا له حکومت څخه غوښتي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته دې یا دې هېواد ته د ننوتو اجازه نه ورکوي او یا دې یې توقیف کړي.

پوتین د جرمونو د نړیوالې محکمې له‌خوا چې منګولیا یې غړیتوب په ۲۰۰۳م کال کې ترلاسه کړ، روسیې ته د اوکراین له اشغال شویو سیمو څخه د ماشومانو د غیرقانوني لېږد په تور تر تعقیب لاندې دی.

د بشري حقونو د څار سازمان د نړیوال عدالت د برخې جګپوړې سلاکارې ماریا الېنا ویګونولي نن په یوه خبرپاڼه کې وویل چې منګولیا که پوتین ونه نیسي او هغه ته د سفر اجازه ورکړي نو د جرمونو د نړیوالې محکمې د غړي په توګه به یې له خپلو نړیوالو مکلفیتونو څخه سرغړونه کړې وي.

کریملین د اګست په دېرشمه اعلان وکړ چې منګولیا ته د پوتین د سفر له پلوه اندېښنه نه لري او زیاته یې کړه چې روسیه له دې هېواد سره ښې اړیکي پالي.