فوټسال؛ افغانستان ګواټیمالا ته ماتې ورکړه

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې نن دوشنبه د سپټمبر په ۲یمه نېټه د ګواټیمالا پر وړاندې سیالي ترسره کړه چې ۵-۴ افغانستان وګټله.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د خبر پر اساس، دغه سیالي چې د انټرکانټینټال جام سیالۍ دي د تایلینډ په کوربه‌توب ترسره کېږي.

د افغانستان او ګواټیمالا سیالي نن دوشنبه د کابل پر وخت تر غرمې وروسته ۲:۰۰ بجې پیل شوې وه چې د لوبې تر پایه افغانستان ۵ او ګواټیمالا ۴ ګولونه ووهل.

دا په روانو سیالیو کې د افغانستان لومړۍ لوبه وه.

ټاکل شوې چې سبا سې شنبه افغان لوبډله د کوېټ پر وړاندې سیالي وکړي.

د یادو سیالیو موخه د فوټسال راتلونکي نړیوال جام لپاره چمتوالی دی چې د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۴مه نېټه به د ازبکستان په کوربه‌توب پیل شي.