طالبانو په پروان کې د لواطت په تور څلورو کسانو ته تعزیري سزاګانې ورکړي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د پروان ولایت موقعیت

د طالبانو سترې محکمې نن اعلان وکړ چې د پروان ولایت په سیدخېلو ولسوالۍ کې څلورو کسانو ته د لواطت د جرم په نوم تعزیري سزاګانې ورکړل شوې دي.

سترې محکمې پر خپله ایکس پاڼه په یو بیان کې ویلي چې درې کسان په یوه کال حبس او ۳۹ درو او څلورم په دوه کاله بند او ۳۹ درو محکوم شوي دي.

په بیان کې نه دي راغلي چې آیا دا سزاګانې په عام محضر کې ورکړل شوي که نه.

طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته ګڼو کسانو ته د درو وهلو او څو نورو ته اعدام سزاګانې ورکړي چې دې کار د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د مدافع ډلو پراخ غبرګونونه پارولي دي.

همداراز یو شمېر څارونکي بیا د طالبانو د حکومت له‌خوا د عدالت د تطبیق د څرنګوالي په اړه شکونه لري.