روسیې د اوکراین پر پلازمېنه توغندیز برید کړی

په کییف کې د چاودنو وروسته د اور لمبې پورته شوي دي.

روسیې نن سهار وختي د اوکراین پر پلازمېنه کییف توغندیز برید کړی دی.

رویټرز خبري اژانس د اوکراین د پوځي چارواکو په حواله ویلي چې د دوی د هوایي مدافع سیستم دغه توغندیز برید شنډ کړی دی.

په کییف کې سهار مهال د څو زورورو چاودنو غږونه اورېدل شوي، خو رویټرز لیکلي، دا غږونه د هوایي مدافع د سیستم غږونو ته ورته وو.

سملاسي په دغو بریدونو کې د سر او مال د احتمالي زیان راپور نه دی ورکړل شوی.

روسیه پر کییف دغه بریدونه داسې مهال کوي چې له نژدې یوې میاشتې راهیسې د روسیې په کورسک سیمه کې اوکرایني ځواکونو جګړه پيل کړې او ډېره سیمه یې لاندې کړې ده.

تېره اوونۍ د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي وویل، د جګړې د پای ته رسېدو طرحه یې جوړه کړې او همدې سپټمبر میاشت کې به یې له امریکایي او نورو لوېدیځو چارواکو سره شریکه کړي.