فوټسال؛ افغانستان له ګواټیمالا سره سیالي کوي

د افغانستان د فوټسال لوبډلې غړي

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن دوشنبه د د ګواتیمالا پر وړاندې سیالي وکړي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د خبر پر اساس، دغه سیالي چې د انټرکانټینټال یا بین القاره يي جام سیالۍ دي د تایلیند په کوربه توب ترسره کېږي.

د افغانستان او ګواتیمالا سیالي به د کابل پر وخت تر غرمې وروسته ۲:۰۰ بجې پیل شي.

د افغانستان راتلونکې سیالۍ د سې شنبې په ورځ د کوېټ، د چهارشنبې په ورځ د اسټرالیا او وروسته سیالي یې د کوربه تایلیند پر وړاندې د پنجشنبې په ورځ ده.

د یادو سیالیو هدف د فوټسال راتلونکي نړیوال جام لپاره چمتووالی دی چې د روانې سپټمبر په ۱۴مه نېټه به د ازبکستان په کوربه‌توب پیل شي.