متیو مېلر: امريکا نه‌غواړي چې افغانستان بيا په جګړه کې ښکېل شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر

د امریکا متحده‌ایالتونه په افغانستان کې د هر ډول وسله‌والې شخړې پر ضد خپل دریځ تکرار کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر له فاکس نیوز سره په مرکه وویل، واشنګټن نه‌غواړي چې افغانستان بیا په جګړه کې ښکېل شي.

ده زیاته کړه: "دغه هېواد له ۴۴ کلونو راهیسې په جګړه کې دی، موږ نه‌غواړو چې افغانستان بېرته شخړې ته راوګرځوو او موږ له افغانانو څخه اورو چې هغوی هم داسې نه‌کوي."

په همدې حال کې د مقاومت ملي جبهې (NRF) د بهرنیو اړیکو مشر علي میثم نظري له فاکس نیوز سره په خبرو کې ادعا کړې، چې د دوی ډلې د جنورۍ له میاشتې راهیسې د طالبانو پر ضد تر ۲۰۰ ډېر بریدونه کړي دي.