د رفح په یوه تونل کې د شپږو نورو اسراییلي یرغملو مړي موندل شوي

د اسراییل پوځ وايي، دغه شپږ کسان "ښایي یوه یا دوې ورځې مخکې" د حماس ډلې له‌خوا ووژل شوي وي.

د اسراییل پوځ اعلان وکړ چې د غزې تړانګې په جنوب کې د رفح په یوه تونل کې یې د شپږو نورو اسراییلي یرغملو مړي موندلي دي.

د پوځ په وینا، دا کسان تر موندل کېدو لږ مخکې وژل شوي وو.

د اسراییل دفاع وزارت نن یکشنبې په یوه خبرپاڼه کې وویل، په موندل شویو جسدونو کې درې ښځې او درې نارینه دي.

د اسراییل پوځ زیاتوي، دغه شپږ کسان "ښایي یوه یا دوې ورځې مخکې" د حماس ډلې له‌خوا ووژل شوي وي.

حماس د امریکا او اروپايي اتحادیې له خوا یوه ترهګره ډله ګڼل کېږي.

په موندل شویو جسدونو کې یو د ۲۳ کلن اسراییلي-امریکايي هرش ګولډبرګ پولین نومي کس دی چې د اکسیوس ویبپاڼې پر اساس د افراطي ډلې حماس له‌خوا د امریکایي یرغملو په سمبول بدل شوی و.