په غزه کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېږي

په غزه کې د پولیو ضد واکسین له کماینه یو انځور

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان یا "ډبلیوایچ‌او" نن په غزه کې شاوخوا ۶۴۰ زره فلسطیني ماشومانو ته د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو پر ضد د واکسین کمپاین پیلوي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو نژدې ۱۱ میاشتو راهیسې په غزه کې خونړۍ جګړې هلته ټول روغتیایي تاسیسات له منځه وړي دي.

په غزه کې د واکسین د کمپاین تطبیق به آسانه کار نه وي ځکه د غزې سړکونه او لارې ټولې ویجاړې دي، روغتونونه زیانمن شوي او خلک یې په بېلابېلو جلا سیمو کې راټول شوي دي.

"ډبلیوایچ‌او" پرون وویل، اسراییلو د واکسین د کمپاین د تطبیق لپاره په جګړو کې له وقفو سره موافقه کړې ده.

په غزه کې د پولیو د ناروغۍ پر ضد د واکسین کمپاین وروسته له هغه پیل شو چې په تېرو ۲۵ کلونو کې د لومړي ځل لپاره هلته د پولیو یو مورد وموندل شو.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د یوه مورد شتون ښيي چې ښايي هلته په دې ناروغۍ اخته نور کسان هم وي، خو علایم یې نه ښکارېږي.