روغتيايي چارواکو غزه کې د پوليو واکسين د پيلېدو خبر ورکړی

غزه کې ماشومان

د غزې طبي چارواکي وايي، چې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ واکسین یې پیل کړی دی.

په تېرو ۲۵ کلونو کې په غزه کې د پولیو لومړۍ پېښه په‌دې وروستیو کې ثبت شوې ده.

د غزې د روغتیا وزارت یوه چارواکي موسی عابد وویل، سیمه‌ییزو طبي چارواکو، ملګروملتونو او نادولتي موسسو نن د غزې په مرکزي سیمه کې د واکسین کمپاین پیل کړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د اګست په ۲۹مه اعلان وکړ چې اسراییل په غزه کې د پولیو د واکسین د تطبیق لپاره د درې ورځو په مخه اوربند منلی دی.

تر دې مخکې چارواکو ویلي وو، تمه ده دغه کمپاین به د سپټمبر په میاشت کې پیل شي.

مخکې له‌دې چې کمپاین پیل شي، رویټرز او ای‌ایف‌پي راپور ورکړی، چې نن سهار په غزه کې د اسراییلو په بریدونو کې لسګونه کسان وژل شوي دي.

رویټرز د غزې د روغتیايي چارواکو په حواله ویلي، د مړو شمېر ۴۸ ته رسېدلی دی.