متقي د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو غوښتنه وکړه

اميرخان متقي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د اسلامي همکاریو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د افغانستان د مرکزي بانک د کنګل شویو شتمنو د ازادولو غوښتنه کړې.

هغه پرون ناوخته د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته چې د کامیرون په پلازمېنه یاوندي کې جوړه شوې وویل: "ټول هېوادونه باید د افغانستان د مرکزي بانک د ټولو شتمنیو د ازادولو او له افغانستان څخه د اقتصادي او د افغانستان د اسلامي امارت له مشرانو څخه د سفري بندیزونو د لرې کولو لپاره جدي هڅې وکړي."

متقي وویل، د شتمنیو کنګل‌ېدو د بانک چارې، اقتصادي وده، سیمه‌ییزه سوداګري او اړیکې له خنډ سره مخ کړي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو په بیا واکمنېدو امریکا د افغانستان بانک شاوخوا اووه میلیارد ډالره پانګه کنګل کړه.

د دې پیسو له ډلې نیمایي اوس په سویس کې د امانت صندوق ته سپارل شوي، چې یو بورډ یې په سر څار لري.

امریکا او نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا له لګېدلو محدودیتونو په تېره بیا د ښځو او نجونو د تعلیم او کار له بندیزونو سره کلک مخالفت ښوولی.