د اسراييل پوځ په لوېديځه غاړه کې د دوو کسانو د وژنې خبر ورکړی

د اسراييل پوځيان د عملياتو پر مهال

د اسراییل پوځ وایي، ځواکونو یې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې په دوو جلا پېښو کې دوه کسان وژلي دي.

پوځ نن شنبې وویل، یو تن اسراییلي مېشت‌ځای ته ننوتی و او بل یې د موټر له چاودنې وروسته پر سرتېرو ډزې کړې وې.

د اسراییل د امبولانسونو ادارې ويلي، په‌دې پېښه کې دوه کسان په ډزو کې ټپیان شوي، خو دایي نه‌دي ویلي چې هغوی څوک دي.

د رویټرز د راپور له‌مخې حماس چې د متحده‌ایالتونو او اروپایي ټولنې له‌خوا د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوې، پرون جمعه په یوه بیان کې په لوېدیځه غاړه کې عملیات ستایلي او هغه یې د اتلولۍ دوه ګوني عملیات بللي دي.

په بیان کې همدارنګه ویل شوي، هغه څرګند پیغام ورکوي او هغه دا چې ترڅو چې د اشغال وحشیانه یرغل او زموږ د خلکو او خاورې په نښه کول دوام لري، ځپونکی، اوږ او پایداره مقاومت به دوام ولري.

خو له‌دې سره سره حماس د دغو بریدونو مستقیم مسوولیت نه‌دی اخیستی.