د پارا المپيک سياليو کې د ذکيه خدادادي بريا په نړيواله کچه ستايل شوې ده

ذکيه خدادادي

د پاریس د پارا المپیک په لوبو کې د افغانستان د تکواندو ټیم د پخوانۍ لوبغاړې ذکیه خدادادي بریا مختلفو لورو ستایلې او هغه یې د افغان ښځو لپاره تاریخي بریا بللې ده.

ذکیه خدادادي چې د پارا المپیک د نړیوالې کمېټې د کډوالو په ټیم کې یې د پاریس په پارا المپیک لوبو کې ګډون کړی، پرون پنج‌شنبې خپلو ترک او کیوبایي سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د برنزو مډال وګاټه.

نوموړې ته د ازبکستان لوبغاړې په لږ توپیر ماتې ورکړه او د سپینو یا سرو زرو د مډال د ګټلو چانس یې له لاسه ورکړ.

د ملګروملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ ذکیه خدادادي ته د مبارکۍ ترڅنګ د هغې بریا تاریخي او د ښځو د مقاومت سمبول بللې ده.

په همدې حال کې د ملګروملتونو د کډوالو لوی کمېشن رفیلیپو ګراندي په خپله ټولنیز شبکه ایکس یا پخواني ټویټر کې د اغلې خدادادي بریا هیجانونکې بللې او ویلې یې دي چې هغه ميلیونونو کډوالو ښځو ته د هیلې او ځواک پیغام ورکوي.

د ملګروملتونو د بشري حقونو د څار سازمان يا هیومان رایټس واچ دا د افغان ښځو لپاره تاریخي بریا بللې او ویلې یې دي، خدادادي دغه بریا څو ورځې وروسته له هغې ترلاسه کوي چې طالبانو د ښځو پر وړاندې نوی قانون صادر کړ.

د طالبانو په ياد قانون کې د ښځو غږ او مخ عورت بلل شوی.