د اوکراين پوځ د يوې ايف۱۶ جنګي الوتکې د غورځېدو او په‌کې د يو پيلوټ د مړينې خبر ورکړی

ايف۱۶ جنګي الوتکه چې اوکراين ته ورکول شوې.

د اوکراین پوځ وايي، یوه ايف۱۶ جنګي الوتکه يې، چې د روسیې له یرغل سره د مبارزې لپاره خپلو لوېدیځو شریکانو ورکړې وه، لوېدلې او پیلوټ یې مړ شوی دی.

د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د راپور له‌مخې، د اوکراین پوځ پرون (پنج‌شنبې) په یوه بیان کې، چې په فېسبوک کې یې خپور کړ، وویل چې جنګي الوتکه د دوشنبې په ورځ د روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندو د ناتار په ترڅ کې د اوکراین په خاوره کې ولوېده.

دا لومړی ځل دی چې په اوکراین کې د ايف۱۶جنګي الوتکې د غورځېدو خبر خپرېږي.

د تېر کال په جولای میاشت کې لږ تر لږه شپږ ايف۱۶ جنګي الوتکې اوکراین ته وسپارل شوې.