سي‌ای‌اې: ويانا کې د امريکايي سندرغاړې پر کنسرتونو د ناکام بريد موخه د لسګونه زره کسانو وژل وو

امريکايي سندرغاړې ټيلر سويفټ

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سي‌ای‌اې) یوه چارواکي ویلي دي، د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د امریکایي سندرغاړې ټیلر سویفټ پر کنسرتونو د ناکام برید هدف د "لسګونو زره کسانو" وژل وو.

د سي‌ای‌اې مرستیال ډیویډ کوهن د پنج‌شنبې په ورځ، د اګست په ۲۹، د متحده‌ایالتونو د ملي استخباراتو او امنیت په کلنۍ غونډه کې د بریدونو پلان "ډېر پرمختللی" وباله، ویې ویل چې د برید پلان کوونکو غوښتل چې په کنسرت کې د امریکایي اتباعو په ګډون لسګونو زره خلک ووژني.

هغه زیاته کړه چې د اتریش امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې د کسانو په نیولو سره د پېښې مخه ونیسي.

ده دا هم وویل، دوی او شریکانو یې اتریش ته د داعش په اړه معلومات ورکړي وو.

د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د امریکایي سندرغاړې ټیلر سویفټ درې کنسرتونه د اګست په نیمایي کې وروسته له هغه لغوه شول چې د کنسرتونو په ځای باندې د حملو د پلان په اړه اندېښنې وې.