د افغانستان فوټسال ملي لوبډله راتلونکې اوونۍ د ګواتيمالا په وړاندې لوبه کوي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله

ټاکل شوې د افغانستان د فوټسال ملي ټیم د لویو وچو ترمنځ د مسابقو په لړ کې د راتلونکې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د ګواتیمالا په وړاندې لوبه وکړي.

د افغانستان د فوټسال ملي ټیم غړي په دغو مسابقو کې د ګډون لپاره پرون پنج‌شنبه ټایلنډ ته روان شول.

د لویو وچو ترمنځ په دغو سیالیو کې د افغانستان، ټایلنډ، کویت، نیوزیلنډ او ګواتیمالا د فوټسال ټیمونه برخه لري، چې دغه مسابقې د وږي/ سنبلې له ۱۰مې تر ۱۶مې د ټایلنډ په کوربه‌توب کېږي.