نن او سبا په ۲۲ ولايتونو کې د باران او سېلابونو اټکل شوی

د سېلابونو يو انځور

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلن وزارت، د هواپېژندنې ریاست د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو اټکل کړی دی.

دغه ریاست پرون پنج‌شنبه په یوه اطلاعیه کې لیکلي، چې نن جمعه او سبا شنبه به په بدخشان، تخار، بغلان، نورستان، کونړ، ننگرهار، لغمان، پنجشېر، پروان، کاپیسا، کابل، لوگر، میدان وردګ، بامیان، دایکنډي، غزني، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل، ارزگان او کندهار کې به سخت بارانونه، تالنده برېښنا او سېلابونه وي.

په بېلابېلو سیمو کې د باران اندازه له ۱۵ تر ۴۵ ملي مټرو پورې اټکل شوې ده.

په اطلاعیه کې په شمالي، لوېدیځو، جنوبي او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو لګېدلو اټکل هم شوی او ویل شوي چې، په بېلابېلو سیمو کې به د بادونو سرعت په یوه ساعت کې له ۵۰ تر ۹۵ کیلومترو پورې وي.