هالنډ اوکراين ته د روسيې پر ضد د اف۱۶ الوتکو د کارولو اجازه ورکړې

هالنډ له اوکراین سره څلرویشت اف۱۶ جنګي الوتکو د مرستې ژمنه کړې، چې ډېر ژر به يې دې هېواد ته وسپاري.

هالنډ اوکراین ته د روسیې پر ضد جګړه کې د هغوو اف۱۶ جنګي الوتکو د کارولو اجازه ورکړې، چې د دې هېواد له‌خوا ورسره مرسته شوې وې.

دغه خبره نن (د اګست ۲۹مه) د هالنډ د پوځ مشر اونو ایشلزهایم د اين‌او‌اس ټلوېزیوني شبکې سره په خبرو کې کړې ده.

د هغه په خبره، د دې الوتکو پر استفادې هیڅ محدودیت نه‌شته، خو په‌دې شرط چې د جګړې قوانین رعایت شي.

ایشلزهایم ویلي، امریکا يې هم د دې دریځ ملاتړ کوي.

هالنډ له اوکراین سره څلرویشت اف۱۶ جنګي الوتکو د مرستې ژمنه کړې، چې ډېر ژر به يې دې هېواد ته وسپاري.