پر اوکراین د روسیې هوایي او توغندیزو بریدونه؛ لږترلږه نهه کسان وژل شوي

په اوکراین کې د روسیې د بریدونو له کبله د یوې ویجاړې شوې ودانۍ انځور

پر اوکراین د روسیې په پرونیو هوایي او توغندیزو بریدونو کې لږترلږه نهه کسان وژل شوي دي.

زیاته مرګ‌ژوبله د اوکراین په دونیتڅک سیمه کې رامنځته شوې، دا هغه سیمه ده چې روسي ځواکونه په کې له څو میاشتو راهیسې هڅه کوي چې د پوکروفسک خواته خپل عملیات وغځوي.

د روسیو په پرونیو بریدونو کې ۱۶ کورونه او دوه د هستوګنې لوړپوړې ودانۍ هم زیانمنې شوې دي.

بل لورته د اوکراین له خوا د روسیې په روستوف ښار د بې پیلوټه الوتکو په برید کې د تیلو یوه ډيپو سوځېدلې ده.

د اوکراین او روسیې جګړه داسې مهال شدیده شوې چې د اوکراین ولسمشر ویلي، د جګړې د پای ته رسېدو یا سولې یوه طرحه یې جوړه کړې چې راتلونکې میاشت به یې د امریکا ولسمشر ته په واشنګټن کې وسپاري.