له سربیا د مکرون کتنه له اروپایي ټولنې سره د دې هېواد د یوځای کېدو پر لور مهم ګام وبلل شو

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون

د سربیا په پلازمېنه بلګراد کې د اروپایي ټولنې د ماموریت مشر ایمانویل جیافرې وایي، له سربیا څخه د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون کتنه له اروپایي ټولنې سره د دې هېواد د یوځای کېدو پر لور یو مهم ګام دی.

مکرون به له سربیا څخه په دوه ورځنۍ کتنه کې چې نن پنجشنبې یې پیلوي، د سربیا له ولسمشر الکساندر وچیچ سره وګوري او تمه ده چې پر سربیا د فرانسوي جېټ الوتکو د پلورلو یوه موافقه هم لاسلیک شي.

د دې ترڅنګ به مکرون په بلګراد کې د نیکولا تسلا په هوایي ډګر کې له یوې لوحې څخه پرده پورته کړي چې هغه د دې هوایي ډګر د عصري کولو د کارونو د بشپړېدو څرګندونه کوي.

همدارنګه به نوموړی د ځوانانو او مصنوعي ځیرکتیا په نوم یوې غونډې ته وینا هم وکړي.

په بلګراد کې د اروپایي ټولنې د ماموریت مشر جیافرې پرون چهارشنبې خبریالانو ته وویل چې د مکرون سفرد اروپایي ټولنې د غړیو هېوادونو د هغو فعالیتونو یوه برخه ده چې غواړي له سربیا سره دوه اړخیزې اړیکې پیاوړې کړي.

د هغه په خبره، دغه سفر د اروپایي ټولنې پر لور د سربیا د سفر لپاره هم مهم دی.

سربیا چې له ۲۰۱۲م کال راهیسې په اروپایي ټولنه کې د غړیتوب لپاره کاندیده ده، د اوکراین په جګړه کې یې له مسکو سره د اړیکو د ساتلو له امله اروپایي ټولنه ناراضه کړې ده.