روسي چارواکي: د اوکرايني ځواکونو په بريد کې د تېلو يوه زېرمه کې اور لګېدلی

پر روسيې د اوکراين بريد

د روسیې د جنوبي سیمې والي واسیلي ګولوبیف په ټلېګرام کې دا خبرونه تایید کړل، چې اوکرایني ډرون الوتکو سهار وختي د روسیې په روستوف سیمه کې د تېلو یوه زېرمه ویشتلې او هلته اور لګېدلی دی.

د ټلېګرام له لارې خپاره شوي راپورونه څرګندوي چې، د روستوف په کامینسکي سیمه کې د تېلو په زېرمه کې د اور تر لګېدو مخکې درنه چاودنه وشوه.

ګولوبیف په ټلېګرام کې لیکلي دي، د دې برید له امله تلفات نه‌دي اوښتي، دا ویره هم نه‌شته چې دا اور به د استوګنې سیمو ته خپور شي او د بېړنیو چارو ځواکونه د اور د وژلو لپاره لاس په کار شوي دي.

ګولوبیف تر دې مخکې ویلي و چې، د روسیې دفاعي ځواکونو په سیمه کې څلور بې‌پيلوټه الوتکې نسکورې کړي دي.

اوکراین تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي او په خپلواکه توګه هم د دې راپورونو پخلی نه‌دی شوی.