د اسراييل په هوايي بريدونو کې لس فلسطينيان وژل شوي

د اسراييل د يو بريد انځور

د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په څو سیمو کې د اسراییلو په هوايي بریدونو او عملیاتو کې لږ تر لږه لس فلسطینیان وژل شوي دي.

د سرې میاشتې ویاند احمد جبرییل نن وویل، دوه کسان په جِنین، څلور تنه جنین ته په یوه بله نژدې سیمه او څلور نور توباس ناحیې ته څېرمه د کډوالو په یوه کمپ کې وژل شوي دي.

د نوموړي په وینا په‌دې حملو کې پنځلس نور فلسطینیان هم ټپیان شوي دي.

د غزې د جګړې له پیل سره سم په لوېدیځه غاړه کې هم تاوتریخوالی پیل شو، چې په نتیجه کې یې د اکتوبر په اوومه د جګړې له پیل راهیسې د اسراییل د پوځ او په یهودي مېشت ځایونو کې د دېره یهودانو له‌خوا له ۶۴۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي.