امنيت شورا نن هغه پرېکړه‌ليک ته رايه ورکوي چې منځني ختيځ کې د کړکېچ مخنيوی غواړي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې غونډې انځور

ټاکل شوې چې د ملګروملتونو امنیت شورا نن هغه پرېکړه‌لیک ته رایې ورکړي، چې د لبنان په جنوب کې د ملګروملتونو د سوله‌ساتي ماموریت موده د یوه بل کال لپاره غځوي او د حزب‌الله د وسله‌والې ډلې او اسراییلي ځواکونو ترمنځ د کړکېچ د مخنیوي غوښتنه کوي.

په پرېکړه‌لیک کې چې طرح یې فرانسې وړاندې کړې د ۲۰۰۶ کال د هغه پرېکړه‌لیک د تطبیق لپاره غږ شوی چې له دواړو لوريو د اوربند پر اړتیا ټینګار کوي او وايي، که د دې کړکېچ مخنیوی ونه‌شي دا خطر شته چې ټولې سیمې ته وغځېږي.

اسراییل او حزب‌الله د روانې اوونۍ په سر کې د اسراییلو او لبنان ترمنځ د ملګروملتو له‌خوا د ټاکل شوي سرحد یا آبي کرښې په اوږدو کې له سختې نښتې وروسته دواړو خپل ځواکونه شاته کړل، خو د غزې د جګړې له کبله د دې رامنځته شوي کړکېچ حل ته ډېر امید نه‌شته.