د اسراييل پوځ د يو برمته شوي اسراييلي د ژغورنې خبر ورکړی

ژغورل شوی کس چې د خپل ورور سره پر ټليفون خبرې کوي.

د اسراییل پوځ وایي، د هغو برمته‌و له ډلې یې یو ژغورلی چې حماس د تېر کال د اکتوبر پر اوومه د اسراییل پر قلمرو د برید په ترڅ کې تښتولي دي.

پوځ ویلي، قائد فرحان القاضي د غزې تړانګې په جنوبي برخه کې د پېچلو عملیاتو په ترڅ کې ژغورل شوی دی.

پوځ په‌دې اړه نور جزیات نه‌دي ورکړي.

۵۲ کلن القاضي چې د اسراییل عربو د قبایلي ټولنې غړی دی، د اکتوبر پر اوومه پر اسراییل د حملې په مهال یې په كيبوتس ماجن کې د کرڼې د محصولاتو د بسته بندۍ په یوه فابریکه کې کار کاوه.

د حماس وسله‌والو په پرخ برید کې د نورو څو کرنیزو ټولنو ترڅنګ دا ټولنه هم په نښه کړې وه.

حماس چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، په دغه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او دوه نیم سوه نور یې یرغمل کړل.