یو امریکايي چارواکی: په منځني ختیځ کې اوسمهال د یو پراخ سیمه‌ییز کړکېچ وېره له منځه تللې

اسراییلو د حزب‌الله پر یو شمېر مرکزونو بریدونه کړي دي.

د امریکا یو جګپوړی پوځي چارواکی وايي چې په منځني ختیځ کې د یو پراخ سیمه‌ییز کړکېچ وېره اوسمهال له منځه تللې ده ځکه اسراییلو او د لبنان حزب‌الله ډلې چې امریکا یې تروریستي ډله بولي، په خپلو کې له نښتې وروسته کړکېچ ته دوام ورنه کړ.

د امریکا د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز جنرال سي کیو براون دا څرګندونې منځني ختیځ ته د خپل درې ورځني سفر په پای کې پرون له رویټرز خبري آژانس سره په مرکه کې وکړې، خو جنرال براون په عین حال کې زیاته کړه چې د منځني ختیځ کړکېچ ته اوس هم د ایران له‌خوا لوی خطر پرځای پاتې دی.

حزب‌الله د یکشنبې په ورځ د اسراییل پر لوري سلګونه توغندي او ډرونونه وویشتل او د اسراییلو پوځ وویل چې په لبنان کې یې د حزب‌الله پر یوه لوی مرکز حمله وکړه او په دې توګه یې پر اسراییلو د یوې لویې حملې مخه ونیوله.