ټرمپ له افغانستانه د وتلو په بهیر کې د ګډوډیو مسوول هاریس او بایډن وبلل

Your browser doesn’t support HTML5

د کابل په هوايي ډګر د خونړي برید درېیم کال

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کابل د هوايي ډګر د مرګوني برید د درېیمې کلیزې په مناسبت وینا کې یو وار بیا ولسمشر جوبایډن او د هغه مرستیاله کمالا هاریس له افغانستانه د وتلو په بهیر کې د ګډوډیو مسوول وبلل.

د جمهوري غوښتونکو کاندید ډونالډ ټرمپ د اګست په ۲۶مه د کابل د هوايي ډګر د مرګوني برید پر مهال د وژل شویو ۱۳ امریکايي پوځیانو د یادښت په خاطر د ارلینګتن هدیرې ته تللی و.

هلته یې وویل چې ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول او ۴۵ نور سخت ټپيان شول چې د ده په خبره د بایډن ادارې یاد نه کړل.

د طالبانو د بیا واکمنېدو په دویمه اوونۍ د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۲۶مه د کابل هوايي ډګر ابي دروازې ته څېرمه ځانمرګي برید کې ۱۳امریکایي سرتېري او ۱۷۰ افغانان ووژل شول.

ټرمپ وویل چې "په افغانستان کې سپکاوي په ټوله نړۍ کې د امریکا اعتبار له منځه یووړ."

اخوا بیا د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو کې د ډموکرات ګوند کاندیدې کاملا هاریس وویل چې په کابل کې د دیارلسو امریکايي سرتیرو د وژنې په سبب غمرازي ښيي.