طالبان: د افغانستان له فضا څخه په ۲۴ ساعتونو کې ۲۶۵ الوتکې تېرېږي

د الوتکو د څار نړیوال سازمان په وروستیو کې وویل چې د ایران او اسراییل ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو له کبله ګڼو هوايي شرکتونو د اسراییل، عراق او ایران له فضا څخه د تېرېدو پر ځای نویو الوتلارو ته مخه کړې او له دې کبله د افغانستان له اسمانه اوس تر پخوا ډېر هوايي شرکتونه کار اخلي.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارواکي وايي چې د افغانستان له فضا څخه په ۲۴ ساعتونو کې ۲۶۵ الوتکې تېرېږي.

د دغه وزارت د عملیاتي چارو مرستیال فتح الله منصور پرون دوشنبې د خپل وزارت د یو کلن کار د راپور د وړاندې کولو په مهال وویل، دوی له هرې الوتکې څخه ۷۰۰ ډالره د حق العبور په توګه اخلي.

د نوموړي په وینا، په یوه کال کې د افغانستان له فضا څخه کابو ۴۰زره الوتکې تېرې شوي دي.