د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو او بادونو اټکل شوی

ارشیف: څه موده مخکې په پروان کې بارانونو او سېلابونو خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي.

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست وړاندوینه کړې چې نن سې شنبې او راتلونکې دوې ورځې به د افغانستان ۱۵ ولایتونه د سختو بارانونو، سېلابونو او بادونو شاهد وي.

د هواپېژندنې د ادارې او همداراز د اوبو اوانرژۍ وزارت په خبرپاڼو کې ویل شوي چې په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر، کاپیسا، پروان، کابل، لوګر، میدان وردک، غزني، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو د راوتلو وړاندوینه کېږي.

د روان کال د مې میاشتې له نیمایي راهیسې، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر له‌پسې بارانونه اوري او په ډېرو مواردو کې شدید بارانونه د سېلابونه سبب شوي چې له کبله یې سلګونه کسان مړه شوي او ډېر مالي تاوانونه یې اړولي دي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت پرون د کابل او هلمند د سیندیزو حوزو پر غاړو مېشتو خلکو ته خبرداری ورکړی چې د سېلابونو د راوتلو خطر ته پام ولري.