اسراييل غزه کې د خبريالانو په ډله‌ييزه وژنه تورن شوی

د غزې يو انځور

د اروپایي ټولنې شاوخوا شپېتو رسنیزو او د بشري حقونو بنسټونو اسراییل په غزې تړانګه کې (د خبریالانو په ډله‌ییزه وژنه) تورن کړی دی.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان او ۵۹ نورو بنسټونو نن دوشنبه له اروپایي ټولنې وغوښتل، چې له اسراییل سره د همکارۍ موافقه وځنډوي او پر دغه هېواد بندیزونه ولګوي.

له اروپایي ټولنې څخه له اسراییل سره د نه همکارۍ غوښتنه داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې د دغې ټولنې د بهرنیو چارو وزیران په بروکسل کې سره جرګه شي.

دغو بنسټونو ویلي چې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې تر اوسه د غزې په جګړه کې اسراییلي پوځیانو ۱۳۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژلي دي.