د اسراييل پوځ: حماس پر تل‌ابيب يو توغندی توغولی

د اسراییل پوځ وایي، چې حماس سخت دریځې ډلې پرون پر تل‌ابیب یو توغندی ورتوغولی دی.

حماس چې د اروپایي ټولنې او امریکا له‌خوا د ترهګرو په توګه پیژندل کیږي، له تېرو ۱۱ میاشتو راهیسې وخت نا وخت پر اسراییلو توغندیز بریدونه کوي.
د جرمني خبري اژانس ویلي، پرونی توغندی د تل‌ابیب په یوه سیمه کې لګېدلی چې د راپورونو له‌مخې یوه مېرمن په‌کې ټپي شوې ده.
بل لورته رویټرز راپور ورکړی چې اسراییل نن سهار وختي هم پر غزې برید کړی چې لږ تر لږه پنځه فلسطینیان په کې وژل شوي دي.
رویټرز د فلسطین د رسمي خبري اژانس وافا په حواله ویلي، د اسراییلو په ننني برید کې ګڼ‌شمېر فلسطینیان ټپيان شوي هم دي.
د غزې د عامې روغتیا وزارت وایي، پر غزې د اسراییلو د برید له پيله تر اوسه شاوخوا ۴۰ زره کسان وژل شوي دي.
د غزې جګړه وروسته تر هغه ونښته چې حماس نژدې یولس میاشتې وړاندې پر اسراییلو په برید سره شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې برمته کړل.