په کندهار کې د خټکیو کروندګر: ورښتونو مو حاصلات زيانمن کړي او بازار هم نه‌لري

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې د خټکیو کروندګر وایي، سږکال یې د ناروغیو له امله حاصلات زیانمن شوي او پاتې حاصل هم بازار نه‌لري. تېرو کلونو کې به د کندهار خټکي او هندواڼې پاکستان ته هم صادرېدلې، خو سږکال دغه هېواد د افغانستان پر مېوه جاتو لوړه تعرفه وضع کړې، چې له امله یې افغان سوداګرو صادرات نه‌دي کړي.