د ټلېګرام شبکې بنسټګر او مشر په پاريس کې بندي دی

د ټلېګرام شبکې بنسټګر او مشر پاول دوروف

د ټلېګرام شبکې بنسټګر او مشر پاول دوروف له دوو ورځو راهیسې په پاریس کې بندي دی.

پاول دوروف د فرانسوي پولیسو له‌خوا په‌دې تور نیول شوی چې، د ده له شبکې ټلېګرام څخه مجرمانه استفاده کېږي او ده یې په وړاندې څه ګام نه‌دی پورته کړی.

۳۹ کلن پاول دوروف د یوې دمې لپاره پاریس ته تللی وو او غوښتل یې یوه ورځ هلته پاتې شي چې پولیسو ونیوه.

په‌داسې حال کې چې دوروف په فرانسه کې د ټلېګرام د څو سرغړونو په سبب تورن دی، د روسیې سفارت دغه روسي میلیاردر ته د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

پاول دوروف د روسیې او فرانسې دوه ګونی تابعیت لري.

د هغه د خوشې کېدو لپاره ځینو خلکو کمپاینونه پیل کړي چې په‌کې د ایکس یا ټوېټر شبکې مالک ایلن ماسک هم د یادولو دی.