اسراییل د لبنان د جنوب پر ځینو برخو بمباري وکړه

اسراییل نن سهار وختي د لبنان د جنوب ځینې برخې په هوايي حملو کې په نښه کړلې.

اسراییل نن سهار وختي د لبنان د جنوب ځینې برخې په هوايي حملو کې په نښه کړلې.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د اسراییل دغه اقدام، د حزب الله ډلې د احتمالي حملې مخنیوی ښوول شوی دی.

د اسراییل پوځ ویلي، وروسته له هغې چې یې پر اسراییل د حزب الله ډلې د پراخې راکټي حملې په باب اطلاعات ترلاسه کړل، دغه هوايي حملې یې وکړې.

بل لوري ته د لبنان حزب الله ډلې ادعا کړې چې د خپل یوه وژل شوي جګپوړي قوماندان فواد شکر د غچ په نیت یې د اسراییل پر لوري سلګونه توغندې او بې پېلوټه الوتکې ویشتلي دي.

د حزب الله دغه قوماندان تېره میاشت ووژل شو.

پر لبنان تازه حملې داسې وخت کېږي چې مصر د غزې د جګړې د ختمولو لپاره د خبرو د بل پړاو کوربه دی.

په غزه کې د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ لس میاشتې مخکې پیل شوه.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.