په جرمني کې د چړې په ذریعه مشکوک حمله کوونکي ځان پولیسو ته تسلیم کړ

د جرمني پولیسو د ځانګړو ځواکونو یوې قطعه پرون د هغه مشکوک تورن د موندنې له عملیاتو سره یوځای شوه چې د جمعې په شپه ناوخته یې په لویدیځ زولینګن ښار کې د یوه فیسټیوال په ګڼه ګوڼه کې د چاقو په ذریعه برید وکړ، درې کسان یې ووژل او اته نور یې ټپیان کړل.

د جرمني چارواکو نن سهار اعلان وکړ چې د دغه هېواد په لوېدیځ کې د چړې په ذریعه مشکوک حمله کوونکي ځان پولیسو ته تسلیم کړ.

د چارواکو په وینا، دغه کس ۲۶ او د سوریې وګړی دی.

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، د دوسلدورف پولیسو او فډرال څارنوالانو په ګډه اعلامیه کې ویلي چې مشکوک کس ځان تسلیم کړی او پر خپل جرم یې اعتراف کړی دی.

وړاندې ویل شوي چې په هغه حمله کې د دې کس دخالت په جدي ډول څېړل کېږي.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش له شواهدو وړاندې کولو پرته د هغې حملې مسوولیت منلی دی.

د جمعې ناوخته د جرمني په زولینګن ښار کې په هغه پېښه کې درې کسان ووژل شول او ۸ نور ټپیان شول.