په جرمني کې د چاقو په وسیله د برید پړه داعش ډلې ومنله

د جرمني پولیسو د ځانګړو ځواکونو یوې قطعه پرون د هغه مشکوک تورن د موندنې له عملیاتو سره یوځای شوه چې د جمعې په شپه ناوخته یې په لویدیځ زولینګن ښار کې د یوه فیسټیوال په ګڼه ګوڼه کې د چاقو په ذریعه برید وکړ، درې کسان یې ووژل او اته نور یې ټپیان کړل.

په جرمني کې د چاقو په وسیله د برید پړه اسلامي دولت ډلې یا داعش ومنله.

دا خبر رویټرز خبري آژانس تېر ماښام ورکړ.

له بلې خوا د اسوشېټېډپرېس خبري آژانس د راپور له مخې د دې پېښې په تړاو یو ۱۵ کلن هلک نیول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د جرمني پولیسو د ځانګړو ځواکونو یوې قطعه پرون د هغه مشکوک تورن د موندنې له عملیاتو سره یوځای شوه چې د جمعې په شپه ناوخته یې په لویدیځ زولینګن ښار کې د یوه فیسټیوال په ګڼه ګوڼه کې د چاقو په ذریعه برید وکړ، درې کسان یې ووژل او اته نور یې ټپیان کړل.

پولیسو ویلي چې دا حمله نیول شوي هلک نه ده کړې، خو هغه له دې حملې خبر و، مګر چارواکو ته یې خبر نه دی ورکړی.

د جرمني د څارنوالۍ د مخدروموادو پر ضد د مبارزې ادارې ویلي چې چارواکو تراوسه اصلي بریدکوونکی نه دی موندلی.

دا اداره وايي چې د دې پېښې احتمالي انګېزه تروریزم کېدای شي.