د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي ټیم د منځنۍ اسیا اتلولي وګټله

د افغانستان د اولس کلنو ځوانانو د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړي

په پایلوبه کې چې نن شپه په تاجکستان کې وشوه افغانستان یو پر صفر خپل سیال ازبکستان ته ماتې ورکړه.

دا لومړی وار دی چې افغانستان د منځنۍ اسیا د فوټبال د اولس کلنو اتلولي ګټي.

د افغانستان د فوټبال تر ۱۷ کلونو کم عمره لوبډلې په تېرو دوو مسابقو کې د تاجکستان او قرغزستان لوبډلو ته ماتې ورکړې وه.