ميټا شرکت د امريکا د ولسمشرۍ ټاکنو کمپاينونو ته د هک‌کرانو په اړه خبرداری ورکړی

د ميټا شرکت لوګو

میټا شرکت اعلان وکړ، د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو کمپاینونو ته یې خبرداری ورکړی، چې د هککرانو تر یوې مشکوکې حملې وروسته محتاط وي.

دا خبرداری داسې وخت ورکول کېږي، چې ویل شوي د هککرانو یوې مشکوکې ډلې د پیغامونو له اپلکېشن واټس‌اپ په استفاده د هک کولو هڅه وکړه.

ټاکل شوې د امریکا د مرستیال ولسمشرې کامالا هریس او ډونالډ ټرمپ ترمنځ د نومبر میاشتې د ولسمشرۍ ټاکنې وشي.

میټا شرکت چې د فېسبوک، انسټاګرام او واټس‌اپ خاوند دی، د جمعې په ورځ اعلان وکړ، دا د هککرانو یا انټرنټي غلو هغه ډله ده، چې تېره میاشت یې د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د جمهوریپال ګوند د کاندید ډونالډ ټرمپ په انتخاباتي کمپاین کې د نفوذ هڅه کړې وه.

تر دې مخکې ګوګل او مایکروسافټ شرکتونو هم په ایران پورې د تړلو هککرانو ورته هڅه کشف کړې وه.

میټا شرکت د خپل بلاګ په یوه یادښت کې لیکلي، چې په ایران پورې تړلو دغو هککرانو د واټس اپ له حسابونو په استفاده دغو کسانو ته پیغامونه لېږلي او داسې یې ښوولې چې دوی د AOL، ګوګل، یاهو او مایکروسافټ تخنیکي ملاتړې ډله ده.

د میټا په حواله هغه حسابونه چې د شرکت په وینا په دې ټولنیزه انجنیرۍ کې لاس درلود، بلاک شوي دي.