د افغانستان د فوټبال ۱۷کلونو کم‌عمره لوبډله نن ازبکستان سره مخامخ کېږي

د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال لوبډله

د افغانستان د فوټبال تر ۱۷ کلونو کم عمره لوبغاړي نن د مرکزي اسیا د اتلولۍ په پایلوبه کې د ازبکستان په وړاندې مسابقه کوي.

دغه مسابقه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د کابل پر وخت ماښام اووه نیمې بجې پیلېږي.

د افغانستان د فوټبال تر ۱۷ کلونو کم عمره لوبډلې په تېرو دوو مسابقو کې د تاجکستان او قرغزستان لوبډلو ته ماتې ورکړې وه.

دا لومړی وار دی چې د افغانستان د فوټبال دغه لوبډله پایلوبې ته لار مومي.