پر غزه د اسراييل تازه هوايي بريدونو کې ۱۲ کسان وژل شوي

غزه کې د اسراييل بريدونه

د راپورونو له‌مخې نن سهار وختي د غزې د خان یونس په ختیځ او د النصرت کمپ په سیمو باندې د اسراییل په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه دولس کسان وژل شوي دي.

د فلسطینیانو د رسمي خبري آژانس وفا د راپور له‌مخې په وژل شویو کې دوه ماشومان او یوه ښځه شامل دي.

د راپور پر اساس په‌دې بریدونو کې لږ تر لږه ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

دا بریدونه داسې مهال شوي چې متحده ایالاتونو پرون جمعه وویل چې، د مصر په پلازمېنه قاهره کې په غزه کې د یوه اوربند د ټینګېدو لپاره د خبرو په وروستي پړاو کې پرمختګ شوی دی.

سپینې ماڼۍ ویلي، د امریکا د استخباراتو د ملي ادارې CIA مشر ویلیم برنز په قاهره کې د امریکايي چارواکو په ګډون د اسرايیل د جاسوسۍ ادارې او امنیتي ادارو له مشرانو سره په خبرو کې برخه اخیستې وه.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي وویل: "پرمختګ شوی دی، موږ اوس اړتیا لرو چې دواړه لوري سره یو ځای شي او د پلي کولو لپاره یې کار وکړي."