ايران کې د "اسلامي دولت" ډلې د خراسان څانګې ۱۴ غړي نیول شوي

ارشيف

د ایران د استخباراتو وزارت د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې د ۱۴ غړیو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د ایران نیمه رسمي خبري آژانس ایسنا د دې وزارت په حواله نن جمعه راپور ورکړی چې، دغه مشکوک کسان د وزارت د اجنټانو له‌خوا نیول شوي دي.

په هر حال دا نه‌دي ویل شوي چې دغه نیونې کله ترسره شوې دي، مګر ویل شوي چې دغه ۱۴ کسان چې په غیرقانوني توګه د ایران خاورې ته ننوتي و، غوښتل یې تروریستي عملیات سرته ورسوي.

اووه مشکوک کسان په جنوبي فارس ولایت کې نیول شوي او نور په شمالي تهران، البرز او جنوبي خوزستان ولایتونو کې نیول شوي دي.

د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګه چې تر ډېره په افغانستان کې فعاله ده، په تېره جنوري میاشت کې د ایران په جنوب کې د یوه خونړي برید مسوولیت اخیستی و، چې ۹۵ کسان په کې ووژل شول.